TOOSnews
اعلان
ايران ملا حسن اخوند ته د علي خامنه يي د جنازې په مراسمو كې د ګډون بلنه وركړې.
نړۍټوس نیوز

ايران ملا حسن اخوند ته د علي خامنه يي د جنازې په مراسمو كې د ګډون بلنه وركړې.

۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي د طالبانو د ریاست‌الوزرا د دفتر رییس ملا عبدالواسع ته د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې او تدفین په مراسمو کې د ګډون لپاره د ملا محمد حسن اخوند په نوم رسمي بلنلیک سپارلی دی.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاست‌الوزرا د دفتر رییس ملا عبدالواسع او په کابل کې د ایران سفیر د لیدنې پر مهال د کډوالو ستونزو، سوداګریزو اړیکو او د دواړو لورو د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ایران سفیر د دغې لیدنې پر مهال ملا محمد حسن اخوند او ورسره مل پلاوی د علي خامنه‌يي د جنازې او تدفین په مراسمو کې د ګډون لپاره په رسمي ډول بللي دي.

علي خامنه‌يي، چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې د ایران ستر مذهبي مشر و، څلور میاشتې وړاندې د امریکا په هوايي برید کې وژل شوی و. د هغه تر مړینې وروسته د سیمې هېوادونه او د ایران متحدین له نوي سیاسي وضعیت سره د تعامل هڅې کوي.

د طالبانو او ایران اړیکې، چې پخوا د ایډیولوژیکي اختلافاتو او سرحدي شخړو له امله له ننګونو سره مخ وې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تدریجي ډول پراخې شوي دي. تهران، سره له دې چې د طالبانو حکومت یې لا هم په رسمیت نه دی پېژندلی، په کابل کې یې خپل سفارت فعال ساتلی او د سوداګرۍ، ترانزیټ، کډوالو او امنیتي همکاریو په برخو کې له طالبانو سره اړیکې پیاوړې کړي دي.

په همدې حال کې، په دې وروستیو کې ځینو سرچینو ویلي، چې ایراني چارواکو په ایران کې د مقاومت جبهې غړي د طالبانو پر ضد له وسله‌وال فعالیت څخه منع کړي دي. د دغو سرچینو په وینا، داسې اټکل کېږي چې تهران ښايي له متحده ایالاتو سره د احتمالي هوکړې وروسته په نږدې راتلونکي کې د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.