TOOSnews
اعلان
ايران د هرمز تنګي په سيمه كې امريكايي جنګي بېړۍ هدف ګرځولي.
نړۍټوس نیوز

ايران د هرمز تنګي په سيمه كې امريكايي جنګي بېړۍ هدف ګرځولي.

۱۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران سمندري ځواکونو ادعا کړې چې د هرمز تنګي په سیمه کې یې د امریکا یوه جنګي بېړۍ هدف ګرځولې ده.

په راپور کې ویل شوي چې یادې بېړۍ غوښتل د هرمز تنګي له لارې تېره شي، خو د ایران د سمندري ځواکونو له خبرداري وروسته پرې د توغندیو برید شوی دی.

د راپور له مخې، دغه امریکایي بېړۍ له برید وروسته شاتګ ته اړ شوې، خو تر اوسه د احتمالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.