د فارس خبري اژانس، چې د اسلامي انقلابي ساتونکو (سپاه پاسداران) سره نږدې ګڼل کیږي، د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوري د پاکستان د منځګړيتوب له لارې واشنګټن ته د جګړې د پای ته رسولو لپاره ۱۴ مادهای طرحه لېږلې ده. د دې راپور له مخې، دا طرحه وروسته له دې چې د حکومتي ادارو له خوا پرېکړه شوې او اړینې اجازې ترلاسه شوې، ترتیب شوې او لېږل شوې ده.
فارس لیکي چې په دې وړاندیز کې د ایران د “سرو کرښو” په ټینګار سره، د جګړې پای ته رسولو لپاره یوه لارښوونه وړاندې شوې، خو د دې طرحې جزیات او همدارنګه د متحده ایالاتو ۹ مادهای وړاندیز نه دي خپاره شوي.
په همدې وخت کې، تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې تهران په دې ۱۴ مادهای طرحه کې د جګړې د وضعیت روښانه کولو لپاره د ۳۰ ورځو وخت په ټینګار سره غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې واشنګټن د ۲ میاشتو لپاره د اوربند غوښتنه کړې. دغه ند ظرونو توپیر د دواړو لورو تر منځ د هوکړې ترلاسه کولو په لاره کې دوامداره واټن ښیي.
تسنیم زیاتوي چې د دې وړاندیز اصلي محورونه عبارت دي له: د پوځي تجاوز د مخنیوي تضمین، د امریکا ځواکونو وتل له سیمې، د سمندري محاصرې ختمول، د بند پاتې شتمنیو ازادول، غرامت ورکول، د تحریمونو لغو کول او د هرمز تنګي لپاره یو نوی مدیریتي میکانیزم جوړول. دغه خبري اژانس همداراز وویل چې تهران د واشنګټن څخه د رسمي ځواب په تمه دی.
له دې مخکې، د اسلامي جمهوري خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړی وو چې د ایران چارواکو خپل وروستۍ مذاکراتي طرحه د پاکستان له لارې امریکا ته لېږلې ده.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې هغه د ایران لخوا وړاندیز شوې وروستۍ طرحې سره راضي نه دی او ویې ویل: “مطمئن نه یم چې موږ به هوکړې ته ورسیږو.”
په ورته وخت کې، د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسلامي جمهوریې ۱۴ مادهای طرحه د واشنګټن سره د دیپلوماټیک بن بست څخه د وتلو نښې ښیي. دغې ورځپاڼې همداراز لیکلي چې تهران د دې امکان پر ارزولو بوخت دی چې راتلونکي اوونۍ کې د مذاکراتو نوې دوره پیل کړي.
د دې راپور له مخې، ایران یوه دوه مرحله یي طرحه وړاندیز کړې ده؛ په لومړۍ مرحله کې د هرمز تنګي، د جګړې پای ته رسولو شرایط او د امریکا څخه د بریدونو د بندولو تضمین ارزول کېږي، او په دویمه مرحله کې د هستوي پروګرام او تحریمونو پر سر خبرې اترې کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








