TOOSnews
اعلان
ايران د ٢٠ چورلكو د پېرلو تړون له روسيې سره لاسليک كړ.
نړۍټوس نیوز

ايران د ٢٠ چورلكو د پېرلو تړون له روسيې سره لاسليک كړ.

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

فوربز مجلې راپور ورکړی چې ایراني چارواکو له امریکا سره د هوکړې تر اعلان وروسته د مسکو په سفر کې له روسیې سره د ۲۰ چورلکو د پېرلو تړون لاسلیک کړی دی.

د راپور له مخې، د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر ایراني سرې میاشتې ټولنه پیرحسین کولیوند په مسکو کې د روسیې د چورلکو جوړونې شرکت له اجراییوي مشر سره دغه تړون لاسلیک کړی دی.

د وانا خبري اژانس د معلوماتو له مخې، د لومړیو څلورو چورلکو د سپارلو بهیر به د ۲۰۲۷ کال تر مارچ میاشتې پورې بشپړ شي.

فوربز زیاتوي چې دا چورلکې د سرې میاشتې د هوايي ملاتړ لپاره اخیستل کېږي، او هدف یې د بشري مرستو او بېړنیو عملیاتو پیاوړتیا ده.

دا تړون په داسې شرایطو کې شوی چې ایران هم مهاله له امریکا سره د هوکړې د عملي کېدو ترڅنګ له روسیې سره د اقتصادي همکاریو د پراخولو او د هوايي بېړۍ د نوي کولو هڅې روانې ساتلې دي.

په ورته وخت کې د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي هم په روسیه کې له روسي چارواکو سره د بانکي، مالي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.