د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، تهران په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو او د کړکېچونو د کمولو پر هڅو تمرکز کړی او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د ایران لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده او تهران د سیمې د ثبات لپاره د هر ډول رغنده اقدام ملاتړ کوي.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې لپاره د منځګړیتوب هڅه کوي، وویل چې په اوسني پړاو کې د تهران لومړیتوب په سیمه کې د جګړې ختمول او د کړکېچونو کمول دي.
بقايي زیاته کړه، ایران څو ځله اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د شخړو د حل لپاره له هر ممکن اقدام څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
لیکوال:سعید سمیر








