پخواني جهادي مشر محمد اسماعیل خان د مقاومت جبهې د قوماندان حسیب پنجشیري د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د هغه سنګر به تش پاتې نهشي.
اسماعیل خان په یوه اعلامیه کې ویلي، حسیب پنجشیري د تېر نظام له نسکورېدو وروسته د پنځو کلونو په ترڅ کې د افغانستان د شمال په غرنیو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې مقاومت کړی دی.
نوموړي د حسیب پنجشیري پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ، ملګرو او د مقاومت پلویانو ته یې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.
اسماعیل خان ټینګار کړی چې «د هېواد د ازادو زامنو وینه به د ظالمانو بنسټ له بېخه وباسي».
حسیب پنجشیري د پنجشنبې په ورځ د شمالي سالنګ په سیمه کې د طالبانو په یوه کمین کې ووژل شو. د هغه له وژل کېدو وروسته د طالبانو مخالفو سیاسي څېرو او جریانونو پراخ غبرګونونه ښودلي دي.
د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم د حسیب پنجشیري د وژل کېدو په غبرګون کې د طالبانو پر وړاندې د غچ اخیستنې پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ډېر ژر به د طالبانو «د ظلم او جنایت ټغر» ټول شي.
لیکوال:سعید سمیر








