الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند له هوکړې یوازې یوه شپه وروسته، د اسرائیلو پوځ لږ تر لږه ۱۲ ځله پر لبنان هوایي بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، په هغو بریدونو کې چې اسرائیلو د (شنبې سهار،د غبرګولي ۳۰ مه) ترسره کړي، لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل او لبنان پرون له یو بل سره د اوربند هوکړه اعلان کړې وه.
پرون تر رسمي اعلان مخکې، اسرائیل او د حزبالله لبنان ډلې پر یو بل خونړي بریدونه کړي وو.
د حزبالله ځواکونو د ډزو په پایله کې څلور اسرائیلي سرتېري وژل شوي وو، چې وروسته د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بنګوېر ویلي وو: «ټول لبنان باید وسوځول شي.»
الجزیرې لیکلي چې اسرائیلو پرون د لبنان په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۰ هوایي بریدونه کړي وو، چې په پایله کې ۱۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي وو.
پرون ماښام اوربند نافذ شو او د لبنان خلکو نسبتا ارامه شپه تېره کړه.
خو د راپورونو له مخې،د شنبې سهار اسرائیلو بیا خپل بریدونه پیل کړي دي.
د لبنان دولتي خبري اژانس هم د اسرائیلو بریدونه تایید کړي او د تلفاتو شمېر یې پنځه کسان ښودلی دی.
د اسرائیل او حزبالله جګړه د ایران او امریکا ترمنځ د وروستۍ هوکړې په اړه خبرې هم له خنډ سره مخ کړي دي.
په داسې حال کې چې د امریکا د مذاکره کوونکي پلاوي غړي سټیو ویټکاف او جرد کوشنر د خبرو د دوام لپاره سویس ته رسېدلي، د ایران د پلاوي د سفر په اړه لا هېڅ معلومات نشته.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي څو ځله خبرداری ورکړی چې په لبنان کې د جګړې پای ته رسېدل د هوکړې یوه برخه ده او د خبرو د دوام او وروستۍ موافقې لپاره باید د اسرائیلو بریدونه ودرول شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








