د اېټالیا د کلبریا په سوېلي سیمه کې پولیسو د یوه سوځول شوي موټر دننه د درېیو افغانانو او یو بل کډوال کاريګر جسدونه موندلي او د دې پېښې په تړاو یې دوه پاکستاني وګړي د عمدي وژنې په تور نیولي دي.
د امنیتي کمرو ثبت شویو انځورونو ښودلې، چې بریدګرو پر موټر اور اچوونکي توکي شیندلي، دروازې یې له بهره تړلي او وروسته یې موټر ته اور اچولی دی.
د راپورونو له مخې، دغه خونړۍ پېښه د کار او استوګنې د وېش پر سر د رامنځته شوي جنجال له امله شوې ده. ویل کېږي چې تر دې وړاندې هم په همدې سیمه کې د کډوالو د موټرو د سوځولو ۱۴ ورته پېښې ثبت شوې وې.
په دې برید کې یو افغان ژوندی پاتې شوی، او اېټالیايي پولیسو د پېښې د څرنګوالي او انګېزو په اړه پراخې پلټنې پیل کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








