د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني امریکا ته خپل ټاکل شوی سفر لغوه کړی او ویلي یې دي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني او ټولې ایټالیا ته سپکاوی دی.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې ټرمپ ادعا وکړه جورجیا میلوني د جي–۷ غونډې پر مهال له ده سره د عکس اخیستو غوښتنه کړې وه او هغه یوازې د «ترحم» له مخې ورسره عکس اخیستی و. میلوني دغه ادعا «په بشپړه توګه دروغ» بللې او ویلي یې دي: «نه زه او نه ایټالیا کله هم سوال کوو.»
راپورونه ښيي چې د ایران جګړې، د امریکا د تګلارو او ځینو نورو سیاسي اختلافاتو له امله د ټرمپ او میلوني ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې سړې شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








