افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل له جرمني وروسته بلجیم ته تللی او د راپورونو له مخې، هلته یې د پناه غوښتنه ثبت کړې ده.
د هغه ملګري وايي، امیرخېل په جرمني کې د سختو مهاجرتي قوانینو او د ډوبلېن پروسې د اوږدېدو له امله اړ شوی چې بلجیم کې هم د پناه غوښتنه وکړي.
د معلوماتو له مخې، نوموړی اوس په بلجیم کې دی او په دې وروستیو کې یې د افغانستان د تور، سور او زرغون ملي بېرغ په اړه یوه نوې سندره هم خپره کړې ده.
ویل کېږي چې امیرخېل تر دې مخکې د یوه شرکت په بلنه هالنډ ته د تګ هوډ هم درلود. د دغه شرکت له لوري ترې ژمنه اخیستل شوې وه چې په هالنډ کې به د پناه غوښتنه نه کوي.
تر اوسه جاوید امیرخېل په رسمي ډول د بلجیم د پناه غوښتنې په اړه څرګندونې نه دي کړي.
لیکوال:سعید سمیر








