تاجکستان، ایران او افغانستان د ګډ ترانسپورټي دهلېز د جوړولو لپاره هوکړې ته رسېدلي دي. یاده هوکړه د ایران په مشهد ښار کې د درېیو هېوادونو د استازو تر غونډې وروسته لاسلیک شوې ده.
د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت ویلي، دا دهلېز به د افغانستان له لارې د تاجکستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد زمینه برابره کړي.
د راپورونو له مخې، د دې لارې لومړنۍ ازمایښتي سوداګریزه جوپه به راتلونکې میاشت ولېږدول شي، څو د سرحدي، ګمرکي او ترانسپورټي چارو بهیر وارزول شي.
د دې طرحې د پلي کېدو لپاره درېاړخیزه کاري ډله هم جوړه شوې، چې د پروژې د پرمختګ څارنه وکړي او احتمالي ستونزې وڅېړي.
چارواکو ویلي، دا سړکیز ترانسپورټي دهلېز به په راتلونکي کې د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو او چین ته هم وغځول شي او د سیمې د سوداګریز اتصال په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








