TOOSnews
اعلان
جمعه خان فاتح: د زابل ولایت له مرستیالۍ څځه زما د استعفا لامل له پښتو ژبې سره نابلدتیا وه.
افغانستانټوس نیوز

جمعه خان فاتح: د زابل ولایت له مرستیالۍ څځه زما د استعفا لامل له پښتو ژبې سره نابلدتیا وه.

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

جمعه‌خان فاتح، د طالبانو هغه قوماندان چې د قاري فصیح‌الدین فطرت له منځګړیتوب وروسته کابل ته لېږدول شوی، له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي چې د زابل ولایت د والي د مرستیالۍ له دندې د استعفا اصلي لامل له پښتو ژبې سره نابلدتیا او د دې ولایت د خلکو له فارسي ژبې سره نا بلدتیا وه.

هغه ویلي چې د زابل خلک په فارسي ژبه نه پوهېدل او دی خپله هم په پښتو ژبه بشپړ واک نه درلود. د نوموړي په وینا، همدا موضوع د دې لامل شوه چې په زابل کې خپل ماموریت ته دوام ورنه کړي او په پای کې یې له خپلې دندې استعفا وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان ځینو باخبرو سرچینو د دې استعفا په اړه بله کیسه وړاندې کړې ده. د دغو سرچینو په وینا، له طالبانو سره د جمعه‌خان فاتح اختلافات د سرو زرو د کانونو د مدیریت پر سر او همدارنګه د طالبانو د چارواکو د هغه چلند په اړه وو چې نوموړي قومي تعصب بللی و، او همدا د هغه د استعفا اصلي لاملونه وو.

د جمعه‌خان فاتح او طالبانو ترمنځ اختلافاتو شاوخوا یوه میاشت دوام وکړ. په دې موده کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ښايي د هغه د اړوندو ځواکونو او د طالبانو د غړو ترمنځ په بدخشان کې نښته رامنځته شي، خو په پای کې د قاري فصیح‌الدین فطرت په منځګړیتوب هغه کابل ته ولېږدول شو او دغه کړکېچ پای ته ورسېد.

کابل ته له لېږد وروسته، جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره هر ډول اختلاف رد کړ او ویې ویل چې د دې ډلې د مشرانو د پرېکړې او اړتیا له مخې د دندې ترسره کولو او دوام ورکولو ته چمتو دی. هغه همداراز وویل چې د طالبانو د حکومت د جوړېدو لپاره یې قربانۍ ورکړي دي او لا هم د قربانۍ ورکولو ته تیار دی.

د اختلافاتو د زیاتېدو پر مهال، یو شمېر تاجک‌تباره سیاسي او مدني فعالانو د جمعه‌خان فاتح له دریځونو ملاتړ وکړ او له هغه یې وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې شاتګ ونه کړي. دوی باور درلود چې د طالبانو له مشرۍ سره جوړجاړی به د هغه په ګټه نه وي او د دې قوماندان د راتلونکي په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.

په مقابل کې، یو شمېر نورو تاجک‌تباره فعالانو د جمعه‌خان فاتح له ملاتړ سره مخالفت وکړ. هغوی د هغه پخوانۍ مخینې ته په اشارې وویل چې باید د طالبانو له قوماندانانو څخه د دې ډلې د جوړښت پر وړاندې د درېدو تمه ونه شي او د هغه پر ملاتړ یې نیوکه وکړه.

د جمعه‌خان فاتح تازه څرګندونو، چې د هغه د ماموریت د دوام په اړه یې د پښتو او فارسي ژبې ستونزه یاده کړې، یو ځل بیا په ټولنیزو شبکو او د خلکو ترمنځ د طالبانو په جوړښت کې د ژبني او قومي تبعیض بحثونه راپارولي دي.

ځینو تاجک‌تباره کاروونکو دا پوښتنه مطرح کړې چې که یو فارسي‌ژبی چارواکی د پښتو ژبې د نه پوهېدو له امله په زابل کې د والي د مرستیال په توګه دنده نه شي ترسره کولای، نو څنګه ځینې پښتو‌ژبي چارواکي چې په فارسي نه پوهېږي، په فارسي‌ژبو ولایتونو لکه بدخشان کې د والي یا نورو لوړو مقاماتو په توګه کار کوي؟

په تېرو کلونو کې هم د طالبانو یو شمېر غړو او چارواکو په بدخشان کې څو ځله د هغه څه په اړه نیوکې کړي چې دوی د قومي تبعیض له امله د سیمه‌ییزو چارواکو ټاکل بللي، او د ځینو مسئولینو د بدلون غوښتنه یې کړې ده. خو د طالبانو مشرۍ تر اوسه دغو غوښتنو ته کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.