TOOSnews
اعلان
جمعه خان فاتح،طالب مشرانو سره له خبرو وروسته د بدخشان درواز ته بېرته ستنون شو.
افغانستانټوس نیوز

جمعه خان فاتح،طالب مشرانو سره له خبرو وروسته د بدخشان درواز ته بېرته ستنون شو.

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو اړوند،حریت رسنۍ، د شنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۰مه، راپور ورکړی چې جمعه‌خان فاتح له هغه وروسته چې د طالبانو نظام ته یې د «تعهد سپارلو او وفادارۍ اعلان» کړی، د بدخشان ولایت له فیض‌آباد ښار څخه بېرته درواز ولسوالۍ ته تللی دی. د راپور له مخې، دغه سیمه‌ییز طالب قوماندان د فصیح‌الدین فطرت په ضمانت د طالبانو له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره فیض‌آباد ته لېږدول شوی و.

تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو او احتمالي هوکړو جزییات نه دي خپاره شوي. خو حریت راډیو د بدخشان د طالبانو د والي محمداسماعیل غزنوي له قوله ویلي چې جمعه‌خان فاتح یو «ژمن او وفادار» کس دی او د طالبانو له نظام سره به پاتې شي.

په هغه ویډیو کې چې حریت راډیو خپره کړې، جمعه‌خان فاتح د فیض‌آباد د پرېښودو پر مهال په یوه چورلکه کې لیدل کېږي چې له یو شمېر وسله‌والو طالبانو سره مخه ښه کوي. دا په داسې حال کې ده چې همدې رسنۍ یوه ورځ مخکې، د جمعې په ورځ، د بدخشان مرکز ته د هغه د لېږد راپورونه او اوازې بې‌اساسه بللي وو.

جمعه‌خان فاتح په وروستیو ورځو کې د فصیح‌الدین فطرت، د طالبانو د پوځ د لوی درستیز، په ضمانت فیض‌آباد ته تللی و، څو له طالب مشرۍ سره د خپلو اختلافونو په اړه خبرې وکړي. باخبره سرچینې وايي چې د دغو اختلافونو اصلي موضوعات د سیمه‌ییزو چارواکو ټاکل، د هغه د وفادارو ځواکونو بې‌وسلې کول، او د بدخشان د سرو زرو د کانونو د استخراج څرنګوالی وو.

د سرچینو په وینا، د طالبانو له خوا د سرو زرو د ناقانونه استخراج د مخنیوي امر د جمعه‌خان فاتح اقتصادي ګټې اغېزمنې کړي دي. همدارنګه طالبان هڅه کوي هغه وسله‌وال کسان چې له ده سره تړاو لري او د دې ډلې په رسمي جوړښت کې کوم مسؤلیت نه لري، بې‌وسلې کړي.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده مخکې جمعه‌خان فاتح د زابل ولایت د والي له مرستیالۍ دندې ګوښه کړی و. د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې هغه د بدخشان له ولایت څخه بهر په یوه دولتي دنده وګمارل شي، خو نوموړي دغه وړاندیزونه ونه منل.

د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، جمعه‌خان فاتح نه دي منلی چې له بدخشان څخه بهر کوم مسؤلیت پر غاړه واخلي. سرچینې همداراز وايي چې د هغه لپاره له وړاندیز شویو دندو څخه یوه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو د یوې ادارې مشري وه، خو هغه دا دنده هم رد کړې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.