TOOSnews
اعلان
په بادغیس کې د ۸ میلیونه افغانیو له ورکېدو وروسته د کابل بانک مسؤلان نیول شوي.
افغانستانټوس نیوز

په بادغیس کې د ۸ میلیونه افغانیو له ورکېدو وروسته د کابل بانک مسؤلان نیول شوي.

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینې په بادغیس کې وایي، وروسته له هغې چې د کابل‌بانک د دې ولایت له څانګې څخه ۸ میلیونه افغانۍ ورکې شوې، د طالبانو استخباراتو د یاد بانک درې مسؤلان نیولي دي.

د سرچینو په وینا، د بادغیس د کابل‌بانک مدیر ظاهر رحیمي، د بانک مرستیال طاهر شریفي او د بانک خزانې مسؤل محمدداوود، د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۴مه، د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي دي.

سرچینې زیاتوي، دغه نیونې وروسته له هغې وشوې چې د کابل‌بانک د بادغیس څانګې له خزانې څخه ۸ میلیونه افغانۍ ورکې شوې. تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه پیسې څنګه ورکې شوي او دا هم معلومه نه ده چې نیول شوي کسان په رسمي ډول تورن شوي دي که نه.

طالبانو تر اوسه د دغو پیسو د برخلیک، پر نیول شویو مسؤلانو د لګېدلو تورونو او د احتمالي څېړنو د پایلو په اړه کوم جزییات نه دي خپاره کړي. همدارنګه، دغه راپورونه تر اوسه د رسنیو له خوا په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.