TOOSnews
اعلان
كابل ښاروالۍ: د لوى اختر په ورځو كې له ښار څخه څلور نيم زره ټنه كثافات راټول شوي.
افغانستانټوس نیوز

كابل ښاروالۍ: د لوى اختر په ورځو كې له ښار څخه څلور نيم زره ټنه كثافات راټول شوي.

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

کابل ښاروالۍ وایي، د عرفې د ورځې او لوی اختر د درېیو ورځو په موده کې د ښار له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا څلور نيم زره ټنه کثافات راټول شوي او د ځانګړو وسایطو په وسیله د ګزک سیمې ته لېږدول شوي دي.

د کابل ښاروالۍ د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د تنظیف کارکوونکو د غبرګولي میاشتې له پنځمې تر اتمې نېټې پورې د کابل په بېلابېلو ناحیو کې د پاکۍ پراخ کمپاین ترسره کړ.

یادې ادارې له ښاریانو غوښتي چې د ښار د پاکوالي، ښکلا او ټولنیز نظم په ساتلو کې له ښاروالۍ سره فعاله همکاري وکړي او کثافات په ټاکلو ځایونو کې واچوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د اختر په ورځو کې، په ځانګړې توګه د لوی اختر پر مهال، ډېری خلک د قربانیو پاتې شوني او نور کثافات په نامناسبو ځایونو کې پرېږدي، چې دا چاره د ښار د چاپېریال د ککړتیا لامل کېږي.

له بلې خوا، نړیوالو بنسټونو هم په دې وروستیو کې د افغانستان د ښاري چاپېریال او د کثافاتو د مدیریت په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي او ویلي یې دي چې د محدودو امکاناتو له امله ښايي وضعیت لا خراب شي.

د چاپېریال ساتنې کارپوهان هم د کثافاتو مدیریت د افغانستان د ښارونو له تر ټولو سترو ننګونو څخه بولي او وایي چې د شته ستونزو ترڅنګ د ښاري خدماتو کمزوري مدیریت دغه ستونزه لا پسې ژوره کړې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.