TOOSnews
اعلان
كابل امنيه قومندانۍ: د يوناما كاركوونكې فرشته عمادي وژل شوې نه ده، بلكې ځان وژنه يې كړې.
افغانستانټوس نیوز

كابل امنيه قومندانۍ: د يوناما كاركوونكې فرشته عمادي وژل شوې نه ده، بلكې ځان وژنه يې كړې.

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کابل د امنیه قومندانۍ مسوولان وايي، د يوناما د کارکوونکې فرشته عمادي د مړینې په اړه ترسره شوې لومړنۍ څېړنې ښيي چې نوموړې د قتل قرباني نه ده، بلکې د ځان‌وژنې له امله مړه شوې ده.

د امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړې چې د پېښې د څرنګوالي په اړه ابتدایي معلومات د ځان‌وژنې ښکارندويي کوي، خو ټینګار شوی چې وروستۍ پایلې به د عدلي طب او نورو اړوندو څېړنو تر بشپړېدو وروسته په رسمي ډول اعلان شي.

له دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې فرشته عمادي په وسله‌وال برید کې وژل شوې ده. خو اوسنۍ رسمي څرګندونې دا ادعاوې ردوي او قضیه د ځان‌وژنې په توګه یادوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.