TOOSnews
اعلان
كندهار والي: ږیره خرېيلي او نوي ځوانان دې تلاشي شي، «فساد» په همدوى كې دى.
افغانستانټوس نیوز

كندهار والي: ږیره خرېيلي او نوي ځوانان دې تلاشي شي، «فساد» په همدوى كې دى.

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سرچینو ویلي چې د طالبانو د کندهار والي ملا محمدشیرین اخوند د کندهار د امني، عبور او مرور شرطې ځواکونو له مسوولانو غوښتي، د فساد د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او نوي ځوانان او ږیره خرېیلي کسان تلاشي کړي، ځکه د هغه په وینا «فساد په همدوی کې دی».

نوموړي دغه څرګندونې د کندهار ولایت مقام د غونډو په تالار کې د شاوخوا ۸۰۰ طالب نظامي منسوبینو په ګډون جوړ شوي یو ورځني سیمینار کې کړي دي. هغه ویلي چې مسوولان باید د خپلو ادارو دننه د نظم، اصلاح او سالم مدیریت لپاره هڅې زیاتې کړي.

د کندهار والي د نظامي منسوبینو د اخلاقو، چلند او شخصي کړنو څارنه مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې هغه کسان باید وپېژندل شي چې د دوی د ادارې له اصولو او ارزښتونو سره سم عمل نه کوي.

هغه همدارنګه د نظامي منسوبینو د ګومارنې پر مهال سپارښتنه وکړه چې د ظاهري بڼې پر ځای د باور، اخلاص او وړتیا معیارونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

په همدې غونډه کې د طالبانو د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي هم د ځینو چارواکو پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل چې یو شمېر وزیران د مجاهدینو پوښتنې ته نه ورځي، خو د کرکټ د لوبغاړو د لیدو لپاره وخت پیدا کوي.

شرعي د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د رول په اړه هم وویل، که نوموړی نه وي، د امارت ځینې غړي به ډېر ژر خپل اوسنی طرز بدل کړي او «نېکټایي» به وتړي.

د هغه دا څرګندونې ظاهراً د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ته اشاره بلل کېږي، چې څه موده وړاندې د کرکټ لوبغاړي شاپور ځدراڼ د فاتحې مراسمو کې ګډون کړی و.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.