د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د افغان زدهکوونکو د ځورولو او هغوی ته د ویزو د نه ورکولو راپورونه د اندېښنې وړ بللي دي.
کرزي له پاکستاني چارواکو غوښتي چې تعلیمي موضوعات له سیاسي مسایلو جلا وساتي او د افغان زدهکوونکو پر وړاندې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه ویلي، افغان زدهکوونکي یوازې د زدهکړو لپاره پاکستان ته تللي او باید د زدهکړو د دوام لپاره ورته مناسب شرایط برابر شي.
د کرزي دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې ګڼو افغانانو په پاکستان کې د اقامت، ویزو د تمدید او نورو قونسلي چارو په برخه کې له جدي ستونزو شکایت کړی دی.
لیکوال:سعید سمیر








