یرکین توکوموف، د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي، ویلي چې د طالبانو نوم د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه ایستل د دې معنا نه لري چې د طالبانو اداره په رسمیت پېژندل شوې ده. هغه ټینګار کړی چې قزاقستان لا هم د «له رسمي پېژندنې پرته تعامل» تګلاره تعقیبوي.
د کازانفورم خبري اژانس د راپور له مخې، دغه قزاق چارواکي ویلي چې هېواد یې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو سره سم عمل کوي او خپل دریځ د نړیوالو چوکاټونو سره همغږی ساتي.
دغه لوړپوړي دیپلوماټ د افغانستان د پېچلي اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه ویلي چې د تېرو کلونو تجربې ښيي هر ډول اقتصادي، بشري یا بنسټیزه تشه کولای شي په دغه هېواد کې د لا پراخو بحرانونو لامل شي.
هغه همداراز ټینګار کړی چې افغانستان سره مرسته کول د سیمهییز امنیت په ټینګښت کې مهم رول لري او د پولې هاخوا ګواښونو د پراختیا مخه نیسي.
د هغه په وینا، افغانستان په قانوني اقتصادي بهیرونو کې ادغام د نشهیي توکو د قاچاق، غیرقانوني کډوالۍ او ترهګریزو ګواښونو پر ضد د مبارزې یوازینۍ اغېزمنه لاره ده.
قزاقستان په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو نوم د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه لرې کړ، خو لا هم له دې ډلې سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې د ځانګړو چوکاټونو په ترڅ کې پر مخ وړي.
په همدې حال کې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین په خپل وروستي سفر کې کابل ته د طالبانو د ادارې له یو شمېر چارواکو لکه محمدحسن اخوند، سراجالدین حقاني او نورالدین عزیزي سره لیدلي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې خبرې کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








