د طالبانو د پولیسو ویاند په کابل کې د ښار په مرکز، سرای شهزاده ته نږدې د وسلهوالې نښتې پېښه تایید کړه؛ هغه پېښه چې په ترڅ کې یې احسانالله، د اللهګل مجاهد زوی او د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي زوی، وژل شوی دی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ، رسنیو ته ویلي چې دغه نښته نن یکشنبه، د مې په ۲۴مه، د زرګرانو په بازار کې، سرای شهزاده ته نږدې شوې ده. د هغه په وینا، په دې پېښه کې د اللهګل مجاهد یو ساتونکی او دوه نور کسان، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، وژل شوي دي.
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه چې یو بریدګر په ټپي حالت کې نیول شوی دی. همدارنګه، د پولیسو ځواکونو د اللهګل مجاهد د کورنۍ یو غړی د دې پېښې د لاس لرلو په تور نیولی او پلټنې روانې دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې لومړنۍ موندنې ښيي دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده. خو د پېښې د ټولو اړخونو د روښانه کېدو لپاره لا هم څېړنې دوام لري.
د کابل سرای شهزاده د مهمو دولتي ودانیو ترڅنګ موقعیت لري او د پلازمېنې له ګڼېګوڼې ډکو سیمو څخه شمېرل کېږي. د اختر په ورځو کې د خلکو تګراتګ او د دې سیمې په بازارونو او سړکونو کې ګڼهګوڼه نوره هم زیاتېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








