فوزي منصوري، د لیبیا په ختیځ کې د «لیبیا ملي اردو» د پوځي استخباراتو مشر، په بنغازي ښار کې د خپل کور مخې ته ووژل شو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، منصوري دوشنبې (د زمري ۱۹ مه) ماښام په خپل موټر کې د ځای پر ځای شوي چاودېدونکي بم له امله ووژل شو.
فوزي منصوري د ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کې د خلیفه حفتر تر قوماندې لاندې د لیبیا ملي اردو د پوځي استخباراتو د مشر په توګه وټاکل شو.
د لیبیا د ملي اردو عمومي قوماندانۍ له منصوري څخه د یوه «شهید» په توګه یادونه کړې چې له ترهګرۍ سره یې مبارزه کوله.
تر اوسه هېڅ شخص یا ډلې د لیبیا د ختیځ د پوځي ادارې د دې لوړپوړي چارواکي د وژنې مسوولیت نه دی منلی، خو د خلیفه حفتر دفتر د غچ اخیستنې خبرداری ورکړی دی.
په ۲۰۱۱ کال کې د ولسي پاڅون او د ناټو د ملاتړ له امله د معمر قذافي په مشرۍ د حکومت له نسکورېدو وروسته، لیبیا خپل مرکزي حکومت له لاسه ورکړ او هېواد د بېلابېلو وسلهوالو ډلو ترمنځ ووېشل شو.
اوس مهال په پلازمېنه طرابلس کې د «ملي یووالي حکومت» واکمن دی چې ملکي او پوځي اداري جوړښت لري او د نړیوالې ټولنې له خوا د لیبیا د رسمي حکومت په توګه په رسمیت پېژندل شوی دی.
خو د لیبیا ختیځه برخه د «ثبات حکومت» او د «لیبیا ملي اردو» په نوم د پوځي جوړښت تر کنټرول لاندې ده، چې مشري یې خلیفه حفتر کوي او مرکز یې په بنغازي کې دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








