په بدخشان ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې، سره له دې چې د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده مخکې د سرو زرو د کانونو د استخراج د درولو امر کړی و، د نسي ولسوالۍ په کانونو کې بیا ځلې استخراج پیل شوی دی. د دغو سرچینو په وینا، دا استخراج له رسمي جواز پرته او د طالبانو د مشرتابه د اعلان شویو پرېکړو خلاف دوام لري.
سرچینو د جمعې په ورځ، د غبرګولي په ۱۵مه، رسنیو ته ویلي چې د طالبانو مشر مخکې په بدخشان او تخار کې د ځايي اشخاصو او شرکتونو له خوا د سرو زرو استخراج درولی و. د دې حکم له مخې، ټاکل شوې وه چې د کانونو استخراج یوازې د تخنیکي ارزونو او د مرکزي ادارو له پرېکړې وروسته بېرته پیل شي.
په همدې تړاو، د لوی اختر څخه شاوخوا دوه اوونۍ مخکې، د بدخشان د طالبانو والي په مشرۍ یو پلاوی، چې د دې ډلې ځانګړي ځواکونو یې هم ملتیا کوله، د درواز ولسوالیو ته واستول شو. د دې سفر پر مهال د ځینو کانونو فعالیتونه ودرول شول، د استخراج وسایل ویجاړ کړل شول او یو شمېر اړوند کسان هم ونیول شول.
هغه مهال د طالبانو ځايي چارواکو ویلي وو چې دا اقدامات د کانونو د فعالیتونو د ارزونې، تنظیم او مدیریت لپاره ترسره شوي دي. خو ځايي سرچینې وایي چې دغو اقداماتو د کانونو په مدیریت کې ثبات نه دی رامنځته کړی او په وروستیو ورځو کې د نسي ولسوالۍ د سرو زرو استخراج یو ځل بیا پیل شوی دی.
ځینې ځايي سرچینې ادعا کوي چې ملا جمعه فاتح، د طالبانو یو سیمهییز قوماندان، د استخراج د بیا پیل په بهیر کې رول لري. خو تر اوسه په دې اړه کومې رسمي څرګندونې نه دي شوي.
باخبره سرچینې وایي چې د طبیعي زیرمو د مدیریت لپاره د یوه روښانه او واحد میکانیزم نشتوالی د دې لامل شوی چې د مرکزي ادارې پرېکړې په بشپړه توګه په سیمهییزه کچه عملي نه شي او سیمهییز قوماندانان د اقتصادي سرچینو په کنټرول کې مهم رول ولوبوي.
د دغو سرچینو په وینا، د بدخشان د سرو زرو کانونه په سیمهییزه کچه د عایداتو او نفوذ له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي، او همدې موضوع د دغو کانونو پر کنټرول سیالۍ زیاتې کړي دي. همدارنګه، د کانونو سره د تړلو کسانو د نیولو، د استخراج د وسایلو د ویجاړولو او د ځینو اوسېدونکو د کانلرونکو سیمو ته د لاسرسي د محدودولو راپورونه هم خپاره شوي دي.
ځايي سرچینې همداراز وایي چې په هغو سیمو کې چې د سرو زرو کانونه لري، د خلکو نارضایتي زیاته شوې ده. د دوی په خبره، د کانونو د عوایدو د مدیریت او وېش په برخه کې د شفافیت نشتوالی د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ نورې پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړي دي.
سره له دې راپورونو، طالبانو تر اوسه د نسي ولسوالۍ د سرو زرو د کانونو د استخراج د بیا پیل او د دې موضوع اړوند د راپور شویو اختلافاتو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








