TOOSnews
اعلان
د بلوچستان د يووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا واورول شوه.
نړۍټوس نیوز

د بلوچستان د يووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا واورول شوه.

۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د بلوڅانو د یووالي غورځنګ (BYC) مشرې ماهرنګ بلوڅ او د دغه غورځنګ بل مخکښ غړي صبغت الله ته د عمري بند سزا اورولې ده.

د څارنوالۍ او محکمې د پرېکړې له مخې، ماهرنګ بلوڅ د ګوادر د «راجي مُچي» غونډې پر مهال د ډبرو وېشتلو په هغې پېښه کې مسووله پېژندل شوې، چې له امله یې د اېف‌سي (Frontier Corps) یو سرتېری لومړی ټپي او وروسته مړ شوی و.

د محکمې د پرېکړې له مخې، دواړه مشران به د یادې پېښې په تړاو د عمر تر پایه د بند سزا تېروي.

ماهرنګ بلوڅ او صبغت الله له ۲۰۲۵ کال راهیسې په زندان کې دي. تر اوسه نه دوی او نه هم د دوی وکیلانو د محکمې د وروستۍ پرېکړې په اړه رسمي غبرګون ښودلی دی.

بل لور ته، د بلوڅانو د یووالي غورځنګ تل ټینګار کړی چې د دوی فعالیتونه سوله‌ییز دي او موخه یې په بلوچستان کې د بشري حقونو خوندیتوب، د جبري لادرکیو پر ضد مبارزه او د خلکو د مدني حقونو دفاع ده. دغه غورځنګ د خپلو غړو پر وړاندې لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د دوی مبارزه له تاوتریخوالي پرته روانه ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.