د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول، علي میثم نظري، د امریکا د استازو جرګې د غړې عایشې وهاب د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو په اړه د نوموړې پر لیدلورو نیوکه کړې او د هغې د سیاسي فعالیتونو د جدي ارزونې او څارنې غوښتنه یې کړې ده.
نظري په فېسبوک کې په یوه خپره کړې لیکنه کې ویلي چې وهاب له یوه امریکايي ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې داسې نظرونه مطرح کړي چې د ده په وینا، له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو د ملاتړ په معنا کېدای شي.
د مقاومت ملي جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول هم ادعا کړې چې وهاب د طالبانو مخالفین «د واک تږي جنګسالاران» بللي او د ده په وینا، په دې دریځ سره یې د دې ډلې د مخالفینو هڅې کم ارزښته ښودلې دي.
نظري د خپلې لیکنې په یوه بله برخه کې د وهاب کورنۍ سابقې او هغه سیاسي او فکري چاپېریال ته په اشارې، چې نوموړې پکې لویه شوې، ادعا کړې چې د هغې ځینې اوسني لیدلوري د قومي تعصب او سیاسي افراطیت انعکاس دی. وهاب یا د هغې دفتر تر اوسه په دې متن کې د مطرح شوې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
هغه همداراز عایشه وهاب تورنه کړې چې له خپلې افغانۍ سابقې او هویت څخه د خپل سیاسي دریځ د پیاوړتیا لپاره ګټه اخلي، خو په ورته وخت کې، د ده په وینا، د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د هغو ښځو او نجونو چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي، له غوښتنو څخه کافي ملاتړ نه کوي.
نظري ټینګار کړی چې هېڅ سیاستوال باید د یوه هېواد له هویت او د خلکو له کړاوونو څخه د سیاسي اعتبار د ترلاسه کولو لپاره ګټه وانخلي او په ورته وخت کې هغه کسان بدنام نه کړي چې د ده په وینا، د «ظلم» پر وړاندې مقاومت کوي.
د مقاومت ملي جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول زیاته کړې چې د وهاب دریځونه ښايي دا مهال د امریکا په کانګرس کې د لږ نفوذ لرونکو سیاسي جریانونو ترمنځ مطرح وي، خو د ده په باور، له همدې اوسه د دغو لیدلورو ارزونه مهمه ده، څو د ورته روایتونو د نفوذ د پراخېدو لپاره زمینه برابره نه شي.
نظري وروسته اوسنی وضعیت د افغانستان لپاره د امریکا د سولې د پخواني استازي، زلمي خلیلزاد، له کړنو سره پرتله کړی او ویلي یې دي چې امریکا تر دې وړاندې هم د یوه افغانالاصل شخصیت نفوذ د سیاسي واک په لوړو کچو کې لیدلی؛ داسې یو شخصیت چې د ده په باور، سیاستونو یې د افغانستان لپاره منفي پایلې لرلې دي.
هغه د خلیلزاد په اړه زیاته کړې چې یو سیاسي شخصیت باید یوازې د دې لپاره له پامه ونه غورځول شي چې اوس مهال یې نفوذ محدود دی، بلکې ټینګار یې کړی چې د وهاب مخینه، څرګندونې، اړیکې او دریځونه باید په عامه توګه وڅېړل شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې عایشې وهاب ویلي امریکا باید له طالبانو سره خپل تعامل پیاوړی کړي. د طالبانو منتقدینو د نوموړې دغه لیدلوری له هغو تګلارو سره پرتله کړی چې تر دې وړاندې له طالبانو سره د امریکا د تعامل په اړه مطرح شوې وې.
عایشه وهاب، افغانالاصله امریکايي سیاستواله، چې په دې وروستیو کې په موقتي توګه د امریکا د استازو جرګې ته لار موندلې ده. کانګرس ته د هغې له ننوتلو وروسته، د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو، په ګډون د حامد کرزي او زلمي خلیلزاد، د هغې د انتخاب هرکلی کړی او مبارکي یې ورکړې ده.
له طالبانو سره د امریکا د تعامل د څرنګوالي په اړه د وهاب دریځونو بېلابېل غبرګونونه راپارولي او د افغانستان ځینو سیاسي جریانونو، په ځانګړي ډول د طالبانو مخالفینو، پر دغو لیدلورو نیوکې کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








