TOOSnews
اعلان
په ابوظبي کې د موسیقۍ ستر فسټیوال لغوه شو؛ د شکیرا او څو نړیوالو ستورو اجراوې هم لغوه شوې.
کلتور او هنرټوس نیوز

په ابوظبي کې د موسیقۍ ستر فسټیوال لغوه شو؛ د شکیرا او څو نړیوالو ستورو اجراوې هم لغوه شوې.

۳۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د شکیرا په ګډون د ابوظهبي «اف‌لیمټس» موسیقۍ فسټیوال لغوه شو.

د «اف‌لیمټس» موسیقۍ فسټیوال، چې ټاکل شوې وه په ابوظبي کې د نړۍ د یو شمېر مشهورو سندرغاړو او موسیقۍ ډلو په ګډون جوړ شي، لغوه شوی دی.

ټاکل شوې وه چې دغه فسټیوال د روان کال د لړم میاشتې په ۳۰مه د ابوظبي د یاس ټاپو په اتحاد پارک کې جوړ شي او د کولمبیا مشهوره سندرغاړې شکیرا د دغه فسټیوال د اصلي هنرمندې په توګه پر سټېج راڅرګنده شي.

«جوناس برادرز»، نی-یو، بیفي کلایرو او کالیو هم له هغو مشهورو هنرمندانو څخه وو چې ټاکل شوې وه په دغه فسټیوال کې نندارې وړاندې کړي.

د فسټیوال د جوړوونکو په وینا، د لغوه کېدو لامل په سیمه کې بې‌ثباتي ده. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې دغه فسټیوال له دې وړاندې هم د سیمه‌ییزو شرایطو له امله له خپلې لومړنۍ نېټې څخه د نومبر میاشتې ته ځنډول شوی و.

ټاکل شوې وه چې دغه فسټیوال په روان کال کې په ابوظبي کې د موسیقۍ له مهمو پروګرامونو څخه وي. د شکیرا ګډون، چې د اجراکوونکو په سر کې وه، د خلکو پراخه پاملرنه یې ځانته اړولې وه.

د فسټیوال جوړوونکو ویلي، هغه کسان چې د ګډون لپاره یې ټکټونه اخیستي، د ټکټونو پیسې به د هماغې پلورنې شبکې له لارې بېرته ترلاسه کړي چې ټکټونه یې ترې اخیستي وو.

د دې پروګرام له لغوه کېدو سره سره، دا پرېکړه په نورو هېوادونو کې د شکیرا د موسیقۍ د پروګرامونو د لغوه کېدو په معنا نه ده؛ یوازې په ابوظبي کې د «اف‌لیمټس» فسټیوال په چوکاټ کې د هغې اجرا لغوه شوې ده.

جوړوونکو همداراز ویلي چې ښايي دغه فسټیوال راتلونکی کال بېرته جوړ شي. خو تر اوسه د راتلونکې دورې د ترسره کېدو د نېټې او د ګډون کوونکو هنرمندانو په اړه کره معلومات نه دي اعلان شوي.

د «اف‌لیمټس» فسټیوال لغوه کېدل په داسې وخت کې دي چې په سیمه کې یو شمېر نور فرهنګي او موسیقۍ پروګرامونه هم د وروستیو تحولاتو او امنیتي اندېښنو له امله اغېزمن شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.