TOOSnews
اعلان
«ملک ستېز: طالبان د جمهوریت سقوط لپاره د اشرف غني پوروړي دي.
افغانستانټوس نیوز

«ملک ستېز: طالبان د جمهوریت سقوط لپاره د اشرف غني پوروړي دي.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ملک ستېز، د سیاسي چارو شنونکي، پر اشرف غني سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې طالبان نن هغه پایلې ترلاسه کوي چې د هغو پرېکړو له امله رامنځته شوي دي چې د جمهوریت نظام د سقوط او د افغانستان د اوسني بحران لامل شوې.

ستېز په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې اشرف غني باید د هېواد د پرېښودو او پناه اخیستو پر ځای، خپلې هغې ژمنې ته وفادار پاتې شوی وای چې لوګر ته به ځي او کتاب به لیکي.

هغه ټینګار کړی چې طالبان د جمهوریت د نظام د ړنګېدو، د زرګونو سرتېرو د وژل کېدو او د افغانستان د میلیونونو ښځو او نجونو د راتلونکي د له منځه تلو د اشرف غني پوروړي بولي.

دغه سیاسي شنونکي همدارنګه ویلي چې د پخواني حکومت د رهبرۍ پرېکړو او کړنو د نظام د ړنګېدو او واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړه؛ هغه موضوع چې لا هم له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ ده.

په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط وروسته، د اشرف غني د رول په اړه نیوکې لا هم دوام لري، او یو شمېر منتقدین هغه د سیاسي بحران او د پخواني نظام د ړنګېدو له اصلي لاملونو څخه ګڼي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.