TOOSnews
اعلان
هلمند كې د خوار ځواكۍ بحران؛ د درملنې مركزونه د ناروغانو له ګڼې ګوڼې ډک دي.
افغانستانټوس نیوز

هلمند كې د خوار ځواكۍ بحران؛ د درملنې مركزونه د ناروغانو له ګڼې ګوڼې ډک دي.

۱۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان وایي، په هلمند ولایت کې د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه نور د نویو ناروغانو د منلو وړتیا نه لري.

د دغه سازمان مشر، کوبي ریتولډ، هلمند ته له سفر وروسته ویلي چې په لشکرګاه کې د ۴۵ ماشومانو لپاره جوړ شوی د خوارځواکۍ د درملنې مرکز د اړتیا له امله ۷۰ بسترونو ته پراخ شوی، خو دغه نوی ظرفیت هم په یوازې څو ساعتونو کې بشپړ شوی دی.

د نوموړي په وینا، بېوزلي، بې‌ځایه کېدل، اقلیمي بدلون او د بشري مرستو د بودیجې کمښت په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ بحران لا پسې ژور کړی دی.

د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان له نړیوالو مرسته کوونکو غوښتي چې د افغانستان د تغذیې او بشري مرستو د پروګرامونو د دوام لپاره بېړنۍ مالي مرستې برابرې کړي، څو د خوارځواکۍ له زیاتېدونکي بحران سره د مبارزې هڅې ونه درېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.