د ننګرهار د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د دې ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ کې یوه سړي له لفظي شخړې وروسته خپل پلار په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد، ویلي چې دا پېښه د سې شنبې ورځې (د زمري ۱۳مه) ماښام د خوګیاڼیو ولسوالۍ د «لوکرخېل» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، د وژنې په تور نیول شوی کس نیول شوی او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
حماد د تورن، وژل شوي کس او د شخړې د لامل په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








