TOOSnews
اعلان
معنوي: د طالبانو په ليكو كې د «بچه بازۍ» دوام د ټولنې راتلونكی ګواښي.
افغانستانټوس نیوز

معنوي: د طالبانو په ليكو كې د «بچه بازۍ» دوام د ټولنې راتلونكی ګواښي.

۱۹ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «بچه‌بازۍ» او په جګړه‌ییزو لیکو کې د ماشومانو د جذب پر دوام اندېښنه ښودلې ده.

معنوي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د انسان قاچاق راپور ته په اشارې ویلي، چې د دغو کړنو دوام د ماشومانو د حقونو نقض او د هېواد د ټولنیزې راتلونکې لپاره جدي ګواښ دی.

نوموړي د شنبې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې «بچه‌بازي» یوازې اخلاقي ستونزه نه، بلکې د انساني کرامت او د ماشومانو د حقونو ښکاره سرغړونه ده او د کورنیو او ټولنې پر باور هم منفي اغېز کوي.

هغه ټینګار کړی، چې د انسان قاچاق پر وړاندې اغېزمنه مبارزه یوازې د فرمانونو په صادرولو نه کېږي، بلکې سیاسي ارادې، د قوانینو عملي کولو، د قربانیانو ملاتړ او د مجرمینو عدلي تعقیب ته اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل ۲۰۲۶ کال راپور کې هم ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ماشومانو ناقانونه جذب، په جګړه‌ییزو دندو کې ترې ګټه اخیستنه او د «بچه‌بازۍ» په نوم د هلکانو جنسي استثمار لا هم دوام لري. د راپور له مخې، طالبانو د دغې ستونزې د پای ته رسولو او د قربانیانو د ملاتړ لپاره اغېزمن اقدامات نه‌دي کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.