د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو د وروستۍ غونډې هرکلی کړی او هغه یې د افغان ښځو د حقونو د دفاع لپاره یو مسوولانه او د ستاینې وړ اقدام بللی دی.
معنوي د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په خپله اېکسپاڼه کې د طالبانو پر تګلارو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې دغه ډله د اسلام او شریعت محدود او سختدریځی تفسیر وړاندې کوي. د هغه په وینا، د اسلامي همکاریو سازمان په خپله وروستۍ غونډه کې طالبانو ته روښانه پیغام ورکړی، چې د اسلام د اصیلو لارښوونو په رڼا کې د افغان ښځو انساني کرامت او مشروع حقونو ته درناوی وکړي.
هغه زیاته کړې، چې میلیونونه افغان ښځې له زده کړو، کار او ټولنیز مشارکت څخه بې برخې دي، خو طالبان بیا هم ادعا کوي چې د دوی نظام پر اسلامي شریعت ولاړ دی او د ښځو حقونه یې خوندي کړي دي.
د عدلیې پخواني وزیر ټینګار کړی، چې د محمدي شریعت بنسټ پر رحمت، عدالت، انساني کرامت او علم ولاړ دی او د اسلامي نړۍ د ګڼو فقهاوو او مجتهدینو نظر هم د ښځو د مشروع حقونو ملاتړ کوي. د هغه په باور، د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو وروستۍ اجماع د اسلام د همدې اصیل فهم استازیتوب کوي، نه د طالبانو د انحصارګر تفسیر.
معنوي له اسلامي همکاریو سازمان غوښتي، چې یوازې په اعلامیو او اخلاقي سپارښتنو بسنه ونه کړي، بلکې د افغان ښځو د ملاتړ او د طالبانو د تبعیضي تګلارو د پای ته رسولو لپاره عملي او اغېزناک اقدامات ترسره کړي. نوموړي همداراز ویلي، چې طالبان د اصلاح وړ نه دي او د هغوی اوسنی چلند د اسلام رحماني څېرې او د افغانستان نړیوال اعتبار ته زیان رسولی دی.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو نهم کنفرانس، چې د «ښځو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ځواکمنول» تر شعار لاندې په اسلاماباد کې ترسره شو، په خپله وروستۍ اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیزونه د اسلامي ارزښتونو خلاف وبلل او د ښځو د حقونو او پراخ ګډون پر تضمین یې ټینګار وکړ.
بل لور ته، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د یادې اعلامیې په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د هغو سازمانونو «فرمایشونه» نه مني، چې د ده په وینا د لوېدیځو ارزښتونو تر اغېز لاندې دي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ښځو اړوند محدودیتونه د طالبانو له نظره کورنۍ او شرعي موضوع ده او بهرنیو نیوکو ته اړتیا نه ویني.
لیکوال:سعید سمیر








