TOOSnews
اعلان
د امریکا په جګړییز ناو کې پراخه اور لګیدنه.
نړۍټوس نیوز

د امریکا په جګړییز ناو کې پراخه اور لګیدنه.

۱۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکایي سی‌بی‌اس شبکې د راپور پر بنسټ او د امریکا د ځینو چارواکو له قوله، په دې اونۍ کې په یو اس ایس هېګنز، چې د امریکا په سمندري ځواک پورې تړاو لري، یو پراخه اور لګېدنه رامنځته شوې ده. د دې پېښې د علت دقیق جزییات تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي.

د دې پېښې په پیلېدو سره، په دغه بېړۍ کې په ځینو برخو کې برېښنا پرې شوې او د دې بېړۍ د حرکت سیسټمونه له ستونزو سره مخ شوي دي. دغه وضعیت کولی شي د دې پوځي بېړۍ د عملیاتي توان او جګړې لپاره د تیارۍ وضعیت باندې اغېز وکړي.

راپورونه ښيي چې دا لومړی ځل نه دی چې په امریکایي سمندري ځواکونو باندې په بېړیو کې اور لګېږي. خو ځینې سرچینې وایي چې ډیری دا ډول پېښې د خبري محدودیتونو سره مخ دي او معلومات یې ډیر لږ عامه کېږي.

پوځي کارپوهانو مخکې هم د امریکا په ځینو سمندري تجهیزاتو کې د تخنیکي او امنیتي ستونزو د بیا تکرار په اړه خبرداری ورکړی وو. دغه پېښه یو ځل بیا د دې هېواد د سمندري ځواک د بېړیو د ساتنې او امنیت وضعیت ته پام را اړولې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.