مارکو روبیو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، چې د دوه ورځني سفر لپاره رُم ته تللی، د خپل سفر په پیل کې په واتیکان کې د نړۍ د کاتولیکانو مشر، څوارلسم پاپ لئون، سره وکتل او خبرې یې وکړې.
سپینې ماڼۍ دا لیدنه، چې د واشنګټن او واتیکان تر منځ د څو اونیو د تناوونو وروسته ترسره شوه، «دوستانه او جوړوونکې» بللې ده.
واتیکان هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې څوارلسم پاپ لئون او مارکو روبیو د «دواړو خواوو ترمنځ د ښې دوه اړخیزې اړیکې د ساتلو لپاره د ګډې ژمنې» ټینګار کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دا سفر داسې مهال وشو چې په تېرو څو اونیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او څوارلسم پاپ لئون تر منځ د جګړې او د امریکا د کډوالۍ سیاستونو په اړه ددلید اوري اختلافات راپورته شوي وو.
څوارلسم پاپ لئون لومړنی امریکایی دی چې د کاتولیک کلیسا د مشرۍ مقام ته رسېدلی دی.
په وروستیو اونیو کې، ډونالډ ټرمپ پر پاپ نیوکې کړې وې او په مقابل کې، پاپ هم د امریکا د ولسمشر ځینې دریځونه، په ځانګړي توګه د ایران پر وړاندې د جګړې په اړه د هغه څرګندونې، رد کړې وې.
د دواړو خواوو ترمنځ یو لفظي تناوونو څخه وروسته له هغې زور واخیست کله چې ښاغلي ټرمپ ویلي و چې که له تهران سره د اټومي خبرو او د هرمز تنګي په اړه ستونزې رامنځته شي، او مذارکات له ناکامۍ سره مخ شي امریکا ممکن «د ایران تمدن له منځه یوسي».
څوارلسم پاپ لئون دا څرګندونې «د نه منلو وړ» وبللې او له کاتولیکانو یې غوښتنه کړې وه چې سیاسي مشران د «د سولې هڅو ته وهڅوي».
د فرانسې خبري اژانس د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د نړۍ د کاتولیکانو د مشر لیدنه په یوه «دوستانه او جوړوونکې» فضا کې ترسره شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د مارکو روبیو او څوارلسم پاپ لئون خبرې د دواړو خواوو په «پیاوړو اړیکو» ټینګار سره ترسره شوې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








