واکمن د افغان ملت ګوند له پخوانیو مخورو مشرانو څخه و چې د افغانستان په سیاسي، فرهنګي او ادبي برخو کې یې اوږدمهاله فعالیت کړی و. نوموړي د افغان ملت ګوند له داخلي وېشونو وروسته د دغه ګوند د یوې جلا شوې ډلې مشري هم کړې وه.
د ګوند د تاریخ په اړه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، واکمن له ۱۹۸۷ تر ۱۹۹۵ کال پورې د افغان ملت د یوې څانګې مشر و. هغه وروسته د «افغان ټولنپال ولسواک ګوند» په نوم د هغه سیاسي جریان مشري هم کړې چې ځان یې د افغان ملت له سیاسي جریان سره تړلی باله.
نوموړي د سیاست ترڅنګ په لیکوالۍ، ژورنالیزم او فرهنګي برخو کې هم فعالیت درلود او د پښتو ژبې، تاریخ، ادب او ټولنیزو موضوعاتو په اړه یې ګڼې لیکنې کړې وې. د سوشل ډېموکراسۍ په اړه یې یو کتاب او ګڼې مقالې هم لیکلې دي.
د کابل پوهنتون پخواني استاد محبوب شاه محبوب د واکمن پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې «یو ملتپال سیاستوال» بللی دی.
محمد امین واکمن د افغان ملت ګوند د لومړني تاریخ له هغو څېرو څخه هم و چې د غلام محمد فرهاد، قیامالدین خادم او فدا محمد فدایي ترڅنګ یې په دغه سیاسي جریان کې فعالیت کړی و.
افغان ملت ګوند په ۱۹۶۶ کال کې د غلام محمد فرهاد په مشرۍ جوړ شو، خو وروسته د مشرتابه او سیاسي تګلارې پر سر د اختلافونو له امله په بېلابېلو ډلو ووېشل شو. د واکمن سیاسي ژوند هم د همدې وېشونو او د ګوند د هویت او مشرتابه له اختلافاتو سره تړاو درلود.
لیکوال:سعید سمیر








