نن د غبرګولي ۲۴مه په افغانستان کې د مور د ورځې په توګه نمانځل کېږي؛ هغه ورځ چې د میندو د بېسارو قربانیو، مینې او نه ستړې کېدونکو خدمتونو د ستاینې لپاره ځانګړې شوې ده.
افغانان هر کال په دې مناسبت خپلو میندو ته د درناوي او مننې احساسات څرګندوي او د هغوی هغه رول ته درناوی کوي چې د کورنۍ، ټولنې او راتلونکو نسلونو په جوړولو کې یې ترسره کړی دی.
ټولنیز فعالان او د کورنیو چارو متخصصین وایي، د مور ورځ یوازې یو سمبولیک مناسبت نه دی، بلکې دا فرصت برابروي چې د میندو پر حقونو، اړتیاوو او ټولنیز مقام لا زیات تمرکز وشي. د دوی په باور، میندې د سالمو نسلونو د روزنې، د کورني ثبات د ټینګښت او د سولې او همغږۍ د فرهنګ په پیاوړتیا کې بنسټیز رول لري.
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کورنۍ او کلتوري غونډې د دغې ورځې په مناسبت جوړېږي او ځوانان په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو میندو د ستاینې پیغامونه خپروي. همداراز، ډېری کسان خپلو میندو ته ډالۍ ورکوي او د هغوی د زحمتونو قدرداني کوي.
هېوادوال باور لري چې د تېرو څو لسیزو جګړو او ستونزو تر ټولو دروند بار افغان میندو پر اوږو وړی دی. هغوی د صبر، زغم او مېړانې په مټ خپلې کورنۍ او اولادونه پاللي او د ژوند له سختو شرایطو سره یې مبارزه کړې ده.
ارواپوهان ټینګار کوي چې د میندو د مینې او خدمتونو درناوی د کورنیو پر رواني روغتیا او ټولنیز ثبات مثبت اغېز لري. د دوی په وینا، د میندو قدر او احترام باید یوازې د یوې ورځې تر مراسمو محدود نه وي، بلکې د کال په ټولو ورځو کې د هغوی د حقونو او کرامت ساتنه د ټولنې ګډ مسوولیت ګڼل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








