د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، طالبان له واشنګټن سره د عادي ډیپلوماټيکو اړیکو غوښتونکي دي او غواړي په کابل کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي.
مجاهد له «رشیا ټوډې» سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان همداراز غواړي په واشنګټن کې د افغانستان ډیپلوماټيک ماموریت بېرته فعال شي.
نوموړي ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته جګړه پای ته رسېدلې او له همدې امله باید د جګړې د دورې سیاسي او رسنیزې تګلارې هم بدلې شي.
د طالبانو ویاند ادعا کړې چې په لوېدیځ کې د طالبانو په اړه برداشت لا هم د تېرو دوو لسیزو جګړې تر اغېز لاندې دی او نړیوالې رسنۍ طالبان د جګړې، بېثباتۍ او نړۍ ته د ګواښ په توګه انځوروي.
مجاهد له بهرنیو حکومتونو او خبریالانو غوښتي چې له طالبانو سره مستقیم تعامل وکړي او د دوی موخې له نږدې درک کړي.
هغه همداراز د افغانستان پر طالبانو د نړیوالو بندیزونو د لرې کېدو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د بېرته خوشې کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا اقدامات کولی شي له واشنګټن سره د اړیکو په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
مجاهد ټینګار کړی چې طالبان خپل قوانین لري او نه شي کولای د نورو هېوادونو پالیسۍ په افغانستان کې پلي کړي. د هغه په وینا، افغانستان د خپل دین، شرایطو او قوانینو له مخې مخته ځي او نړیواله ټولنه باید دې ځانګړنو ته درناوی وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








