TOOSnews
اعلان
مجاهد: په افغانستان كې د ښځو حقوق خوندي دي: د اسلام اباد اعلاميه نه منو.
افغانستانټوس نیوز

مجاهد: په افغانستان كې د ښځو حقوق خوندي دي: د اسلام اباد اعلاميه نه منو.

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو د نهم کنفرانس وروستۍ اعلامیه رد کړې او ویلي یې دي چې د هغو سازمانونو غوښتنې نه مني چې د ده په وینا، د غربي ارزښتونو تر اغېز لاندې وي.

مجاهد د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، په افغانستان کې د ښځو حقوق د اسلامي شریعت له مخې خوندي دي او هغه څه چې له غربي کلتور څخه سرچینه اخلي، د دوی لپاره د منلو وړ نه دي. نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو دیني عالمان د ښځو له اسلامي حقونو تر نورو ښه خبر دي.

دا غبرګون وروسته له هغې څرګند شو چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو کنفرانس، چې په اسلام‌اباد کې جوړ شوی و، د افغانستان د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیزونه د اسلامي ارزښتونو خلاف وبلل او د دغو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه یې وکړه.

د کنفرانس په اعلامیه کې ټینګار شوی چې اسلام د ښځو او نجونو د کرامت، حقونو او ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ګډون ملاتړ کوي او د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه باید د ښځو د ونډې د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

افغانستان دا مهال د اسلامي همکاریو سازمان یوازینی غړی هېواد دی چې په کې نجونې له لوړو زده کړو او ښځې له ګڼو کاري فرصتونو محرومې دي. اسلامي هېوادونو څو ځله له طالبانو غوښتي چې دغه محدودیتونه لرې کړي، خو طالبانو تل دا غوښتنې د شریعت له تفسیر سره په ټکر کې بللې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.