TOOSnews
اعلان
ملا يعقوب د ځانګړو ځواكونو لپاره ٧ زره افغانۍ امتيازي معاش منظور كړ.
افغانستانټوس نیوز

ملا يعقوب د ځانګړو ځواكونو لپاره ٧ زره افغانۍ امتيازي معاش منظور كړ.

۲۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د دفاع وزارت یو مکتوب ښيي، چې د دغې ډلې د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په وړاندیز د طالبانو رییس‌الوزرا ملا حسن اخوند د ځانګړو ځواکونو فرقې د قوماندانۍ منسوبینو ته د ۷ زره افغانیو امتیازي معاش منظوري ورکړې ده.

په مکتوب کې راغلي، چې د ځانګړو ځواکونو دندې د نورو امنیتي ځواکونو په پرتله ډېرې حساسې او پېچلې دي او دغه ځواکونه په بېړنیو حالاتو کې ۲۴ ساعته تیارسۍ وي. ملا یعقوب ویلي، چې یاد ځواکونه د عملیاتو لپاره ولایتونو ته استول کېږي او له سختو امنیتي شرایطو سره مخ وي.

د مکتوب له مخې، د ځانګړو ځواکونو منسوبین له سختو تعلیمي تمریناتو تېرېږي، خو امتیازات یې کم دي، چې د جلب او جذب پر بهیر منفي اغېز کولای شي. نوموړي وړاندیز کړی و، چې د دغو ځواکونو د تشویق او جسمي توانمندۍ لپاره دې هر سرتېري ته ۷ زره افغانۍ امتیازي معاش ورکړل شي.

رییس‌الوزرا ملا حسن اخوند دغه وړاندیز منلی او امر یې کړی، چې د ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له لارې دې هر سرتېري ته اووه زره افغانۍ ورکړل شي. د مکتوب له مخې، دا پرېکړه شاوخوا لس ورځې وړاندې منظور شوې ده.

طالبانو تر اوسه د خپلو ځانګړو ځواکونو د دقیق شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.