د پخواني ولسمشر اشرف غني ویاند او فرهنګي سلاکار شاهحسین مرتضوي وایي، د جمهوري نظام یو شمېر بانفوذه سیاسي مشرانو د نظام له سقوط مخکې په حساسو شېبو کې افغانستان پرېښود او وروسته یې د جمهوري نظام د سقوط ټول مسوولیت پر اشرف غني واچاوه.
مرتضوي په یوه تازه مرکه کې ویلي، د جمهوریت پر مهال فساد، د واک انحصار، د سیاسي څېرو حذف او د سیاسي اجماع نشتوالی د نظام د کمزورتیا او سقوط له مهمو عواملو څخه وو.
نوموړي ادعا کړې چې عطامحمد نور، محمد محقق او عبدالرشید دوستم له اشرف غني مخکې له افغانستانه وتلي وو. د هغه په وینا، کله چې د افغانستان ولسوالۍ یو په بل پسې د طالبانو لاس ته لوېدلې، له دې ډلې سره مذاکرات نور اغېزمن مفهوم نه درلود.
مرتضوي هغه سیاسي مشران هم نقد کړي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې اشرف غني په تېښته تورن کړ. نوموړي ویلي، ځینو هغو کسانو چې ولسمشر یې د هېواد په پرېښودو تورن کړ، خپله تر هغه مخکې له افغانستانه وتلي وو.
هغه همداراز د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د خلکو پر اقتصادي او ټولنیزو ستونزو خبرې کړي او ویلي یې دي چې بېکاري، بېوزلي، طبیعي پېښې او د ځینو موسسو د فعالیتونو درېدل پر خلکو فشار زیات کړی دی.
مرتضوي ویلي، داسې شرایط باید رامنځته شي چې افغانان د کار او ښه ژوند د موندلو لپاره اړ نه شي چې له خطرناکو لارو هېواد پرېږدي. هغه له طالبانو غوښتي چې د خلکو د هوساینې، عامې روغتیا، پوهنې او نورو بنسټیزو خدمتونو د ښه والي لپاره جدي اقدامات وکړي.
نوموړي په دې مرکه کې د طالبانو تر واک لاندې د خپل شخصي ژوند یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې یې یوازینی بایسکل غلا شوی دی.
لیکوال:سعید سمیر








