مصر الاصله مسلمان ډاکټر،عبدال سید، د امریکا د میشیګان ایالت لپاره د سنا څوکۍ ته د ډ«دیموکراټ ګوند په لومړنیو ټاکنو کې بریالی شو.
رویټرز لیکلي چې د عبدال سید بریا د مني په ټاکنو کې د یوې مهمې سیالۍ لپاره لاره هواره کړې ده؛ داسې سیالي چې ښايي وښيي ایا یو ښکاره پرمختګپال نوماند کولای شي په داسې ایالت کې چې سیالي پکې سخته او سیاست یې وېشل شوی وي، بریا خپله کړي که نه. دا ټاکنې ښايي د سنا پر کنټرول هم اغېز وکړي.
عبدال سید، ۴۱ کلن مصري الاصله ډاکټر، خپل ټاکنیز کمپاین پر روغتیايي خدمتونو، اقتصاد او اسرائیلو ته د بېقید او شرط پوځي مرستو د پای ته رسولو پر موضوعاتو متمرکز کړی و.
هغه په میشیګان کې لومړنی پرمختګپال نوماند دی، هغه ایالت چې ډونالډ ټرمپ، د جمهوري غوښتونکو نوماند، د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې پکې بریالی شوی و.
عبدال سید به د نومبر میاشتې په منځمهالو ټاکنو کې د کانګرس له پخواني جمهوري غوښتونکي استازي مایک راجرز سره سیالي وکړي.
دیموکراټان چې د عبدال سید او د هغه د منځلارې سیالې هیلي سټیونز ترمنځ د لومړنیو ټاکنو پر مهال سره وېشل شوي وو، د چهارشنبې په ورځ یې د خپل ګوند د یووالي د پیاوړتیا هڅه وکړه.
چک شومر، چې په سنا کې د دیموکراټانو د اقلیت مشر دی او مخکې یې د هیلي سټیونز ملاتړ کړی و، وویل چې دیموکراټان به د مایک راجرز د ماتولو لپاره سره متحد شي. خپله سټیونز هم ژمنه وکړه چې د عبدال سید د بریا لپاره به هڅه کوي.
عبدال سید وویل: «هر هغه اختلاف چې زموږ ترمنځ په لومړنیو ټاکنو کې موجود و، د هغو ګډو ارزښتونو په پرتله چې موږ سره یو موټی کوي، ډېر کوچنی دی.»
سره له دې چې دیموکراټانو د تېر کال راهیسې، د ډونالډ ټرمپ له بېرته واک ته رسېدو وروسته، په څو ټاکنو کې بریاوې ترلاسه کړې دي، د میشیګان سیالۍ یو ځل بیا د ګوند دننه یو له مهمو اختلافونو څخه را برسېره کړی دی؛ دا چې ګوند باید د هغو پرمختګپالو نوماندانو ملاتړ وکړي چې د چپ اړخي جریان له نارضایتۍ او د واکمن جوړښت ضد دریځ څخه ګټه اخلي، که د هغو منځلارو نوماندانو چې د خپلواکو او ناپرېکړو رأیه ورکوونکو د جلبولو ډېر چانس لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








