د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، د طالبانو حکومت غواړي له متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې عادي کړي او له واشنګټنه یې غوښتي چې له طالبانو سره له «تقابلي چلند» څخه ډډه وکړي.
متقي د جاپان له کیودو خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، کابل او واشنګټن کولای شي خپلې اړیکې د «متقابل درناوي او ګډو ګټو» پر بنسټ تنظیم کړي.
هغه ویلي، طالبان اوس مهال له بېلابېلو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ته لومړیتوب ورکوي او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل یې «وروستۍ موضوع» بللې ده.
متقي له امریکا غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره د طالبانو د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره بیا وارزوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې له واشنګټن سره د اړیکو د عادي کېدو غوښتنه کوي چې لوېدیځ هېوادونه د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د اړیکو د عادي کېدو له مهمو خنډونو څخه ګڼي.
هغه د نجونو د منځنیو او لوړو زدهکړو د بیا پیل په اړه د پوښتنې په ځواب کې کومه مشخصه نېټه نه ده ورکړې.
متقي همداراز د افغانستان او جاپان اړیکې «تاریخي او نږدې» بللي او له جاپاني حکومت څخه یې غوښتي چې په توکیو کې د افغانستان د سفارت د فعالیت د بیا پیل زمینه برابره کړي.
د هغه په وینا، دغه سفارت د طالبانو د نويو دیپلوماټانو د منلو پر سر د اختلافاتو له امله د روان لمریز کال په سلواغه کې خپل فعالیت درولی دی.
متقي تر دې وړاندې له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې هم له امریکا غوښتي وو چې په افغانستان کې د کانونو، بندونو او سړکونو په برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي له روسیې سره د طالبانو د پوځي او تخنیکي همکاریو په اړه ویلي چې د دغو همکاریو موخه د روسي جوړو شویو وسلو ترمیم او ساتنه ده او ټینګار یې کړی چې دا همکاري «د کوم ځانګړي هېواد پر ضد» نه ده.
هغه د پاکستان په اړه هم ویلي چې د طالبانو حکومت له اسلاماباد سره د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو ملاتړ کوي.
لیکوال:سعید سمیر








