TOOSnews
اعلان
نديم: د سرطان د تشخيص او درملنې تر ټولو لوى مركز د پرانيستې په درشل كې دى.
افغانستانټوس نیوز

نديم: د سرطان د تشخيص او درملنې تر ټولو لوى مركز د پرانيستې په درشل كې دى.

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وایي، د کابل د طبي علومو پوهنتون اړوند د علي‌اباد تدریسي روغتون کې د افغانستان تر ټولو لوی د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلی او له تجهیز او د متخصصینو له ګومارنې وروسته به فعالیت پیل کړي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د چهارشنبې په ورځ د یاد مرکز له رغنیزو چارو لیدنه وکړه او مسوولانو ته یې د پاتې کارونو د ژر بشپړېدو سپارښتنه وکړه.

ندیم ویلي، افغانان معیاري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري او د دغه مرکز په فعالېدو سره به د سرطان ناروغانو ته د تشخیص او درملنې اسانتیاوې برابرې شي او د درملنې لپاره به بهرنیو هېوادونو ته د تګ اړتیا کمه شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د مرکز د ودانۍ پر جوړولو ۴۱۷ میلیونه افغانۍ لګول شوي او ساختماني چارې یې بشپړې شوي دي. همدارنګه، د راډیولوژۍ او انکولوژۍ د تجهیزاتو لپاره ۹۶۴ میلیونه افغانۍ او د نورو طبي وسایلو لپاره ۱۱۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دي.

طالبانو ویلي، د راډیولوژۍ او انکولوژۍ د تجهیزاتو د تدارک پروسه بشپړه شوې او د نورو طبي تجهیزاتو د برابرولو چارې به هم ژر پیل شي.

د لوړو زده کړو وزیر د مرکز مسوولانو ته لارښوونه کړې چې د اړتیا په صورت کې له هېواده بهر متخصص تخنیکي کارکوونکي هم استخدام کړي. نوموړي زیاته کړې، په دې برخه کې د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره هم خبرې شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.