سرچینې وايي، پر طالبانو نیوکه کوونکی ښوونکی نویدالله فطرت د چهارشنبې په سهار د هرات ښار د سینما چوک ته څېرمه د طالبانو لهخوا نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، فطرت شاوخوا اته بجې د طالبانو د ځواکونو لهخوا ونیول شو. سرچینې زیاتوي چې له نوموړي سره یوه کورنۍ هم د هغه د کوربهتوب له امله نیول شوې ده.
فطرت څو ورځې وړاندې په یوه ویډیو کې پر طالبانو توندې نیوکې کړې وې. هغه طالبان تورن کړي وو چې پر «قومي موخو یې دیني نقاب اچولی» او له دې ډلې یې غوښتي وو چې دین له سیاست څخه جلا کړي.
نوموړي طالبان د افغانانو د فرصتونو د لهمنځه تلو، د ټولنیز نظم د ګډوډولو او د یوه استبدادي نظام د رامنځته کولو مسوول بللي وو. هغه همداراز له دیني عالمانو غوښتي وو چې د طالبانو د کړنو پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي.
فطرت په خپله وروستۍ ویډیو کې ویلي وو: «کېدای شي دا زما وروستۍ ویډیو وي، خو له مرګ مخکې به حقیقت بیان کړم.»
د هغه ویډیو په خواله رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوې وه او د نوموړي د امنیت او برخلیک په اړه یې اندېښنې راپارولې وې.
تر اوسه طالبانو د نویدالله فطرت د نیول کېدو په اړه رسمي څرګندونه نهده کړې او د هغه د نیول کېدو لامل هم نه دی روښانه شوی.
لیکوال:سعید سمیر








