TOOSnews
اعلان
ندا محمد نديم: كمزوري خصوصي پوهنتونونه به وپېژندل شي.
افغانستانټوس نیوز

ندا محمد نديم: كمزوري خصوصي پوهنتونونه به وپېژندل شي.

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د وزارت د مشرتابه شورا په غونډه کې د ادارو له مسوولینو غوښتي چې خپلې دندې له اخلاص، تقوا، همغږۍ او ژمنتیا سره ترسره کړي او د پوهنتونونو د چارو د اصلاح او پرمختګ لپاره جدي هڅې وکړي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۳مه، د رهبري شورا په غونډه کې ندا محمد ندیم ویلي چې د ادارې په یوه برخه کې نیمګړتیا او بې‌پروايي د ټولې ادارې پر فعالیتونو منفي اغېز کوي، له همدې امله باید د اصلاحاتو او اغېزمن مدیریت لپاره لازم ګامونه واخیستل شي.

هغه د دولتي پوهنتونونو او دیني جامعاتو له مسوولینو وغوښتل چې د رغنیزو پروژو، د محصلانو د لیلیو او د دعوت او ارشاد د چارو څارنه په دوامداره او جدي ډول ترسره کړي.

د وزارت په وینا، په دې غونډه کې د پوهنتونونو او دیني جامعاتو د څارنې لپاره د مرکزي ریاستونو پر صلاحیتونو، د ځینو کمزورو خصوصي پوهنتونونو د پېژندنې، د دولتي پوهنتونونو د لېسانس دورې د وخت او یو شمېر نورو علمي او اداري موضوعاتو هم بحث او پرېکړې شوي دي.

همدارنګه، د هغو محصلانو د فیس په اړه هم پرېکړې وشوې چې د ماسټرۍ او دوکتورا تېزسونه یې بشپړ کړي، خو تر اوسه یې دفاع نه ده کړې.

په غونډه کې د متقاعدو استادانو د خدمت د مودې د غځولو په اړه هم پرېکړه شوې، خو د یادو پرېکړو نور جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.