د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر ادارې لاندې ترهګري او افراطپالنه لا هم د ګاونډیو هېوادونو د امنیت او د سیمې د ثبات لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.
د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا د مخنیوي اقداماتو مرکز د «نړیوالو شخړو څارونکی» راپور، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۶مه خپور شوی، وایي طالبان د شریعت پر بنسټ د سختو قوانینو په پلي کولو سره پر افغانستان پراخ کنټرول لري.
راپور زیاتوي چې د القاعدې په ګډون،ترهګرې ډلې، لا هم افغانستان د خپلو غړو د جلب، روزنې او لېږد لپاره د یوه مرکز په توګه کاروي. د دې څېړنیز بنسټ په وینا، د دغو ډلو دوامدار فعالیتونه د سیمې په کچه امنیتي اندېښنې زیاتې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا د مخنیوي اقداماتو مرکز همداراز ویلي چې پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لا هم دوام لري. د راپور له مخې، د نجونو له منځنیو زده کړو څخه محرومول، د ښځو لپاره له محرم نارینه پرته د سفر محدودیت، او په عامه ځایونو کې د مخ پټولو مکلفیت د دغو محدودیتونو له جملې څخه دي.
د راپور په بله برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلو اړیکو ته اشاره شوې ده. راپور وایي، وروسته له هغې چې پاکستان د طالبانو پر ځینو موخو هوايي بریدونه وکړل، اسلاماباد د طالبانو له ادارې سره د تقابل نوي پړاو ته داخل شو؛ هغه وضعیت چې د ۲۰۲۱ کال د طالبانو واک ته له بېرته رسېدو راهیسې د دواړو لورو ترمنځ له سختو نښتو څخه ګڼل شوی دی.
د راپور له مخې، پاکستان دغه بریدونه د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په غبرګون کې ترسره کړي دي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دغه ډله د افغانستان له خاورې د بریدونو لپاره کار اخلي. راپور همداراز یادونه کوي چې ۲۰۲۵ کال په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال و، او د شخړو د قربانیانو شمېر د ۷۴ سلنې په زیاتوالي سره له ۳۴۰۰ کسانو واوښت.
دغه فکري بنسټ زیاتوي چې د ۲۰۲۶ کال په فبروري او مارچ میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې لا پسې زیاتې شوې. د راپور په وینا، پاکستان په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې پراخ هوايي بریدونه ترسره کړل، او د مارچ په ۱۶مه د کابل پر یوه روغتون د پاکستان په هوايي برید کې، د راپور د شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي ووژل شول.
راپور په پای کې وایي چې چین د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره منځګړیتوب کړی، خو تر اوسه دغو هڅو د دواړو لورو ترمنځ کوم رسمي تړون نه دی رامنځته کړی.
لیکواله:سلیمه آریایي








