د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري ویلي، د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته هغه «ناخوالې» حل کړي چې د ده په وینا، د تېر شل کلن جمهوري نظام چارواکي یې په حل کولو کې پاتې راغلي وو.
نوري د چهارشنبې په ورځ د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په یوه غونډه کې، چې قومي مخورو، دیني عالمانو او سیمهییزو مسوولینو پکې ګډون کړی و، وویل: «له فتحې وروسته د تېر اشغال هغه ناخوالې مو حل کړې چې شل کاله یې هغوی په حل کولو کې پاتې راغلي وو.»
هغه د دغو «ناخوالو» په اړه نور جزییات ور نه کړل، خو ویې ویل چې د طالبانو حکومت د بېلابېلو ستونزو په حل کې بریالی شوی دی.
نوري همداراز د بېرته راستنېدونکو او ستنېدونکو کډوالو مدیریت د طالبانو د «مدبرانه سیاست» یوه بېلګه وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې خپلمنځي ورورګلوي او یووالی وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري نظام پر مهال امنیت یو له سترو ننګونو څخه ګڼل کېده، خو شنونکي او د هغه وخت ډېری چارواکي د ناامنۍ اصلي عامل طالبان بولي.
لیکوال:سعید سمیر








