TOOSnews
اعلان
د يکشنبې ورځ ۲۵۷۹ افغانان له پاكستان او ايرانه په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي.
افغانستانټوس نیوز

د يکشنبې ورځ ۲۵۷۹ افغانان له پاكستان او ايرانه په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي.

۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، پاکستان او ایران د یکشنبې په ورځ ۴۷۷ افغان کډوالې کورنۍ، چې ټولټال ۲۵۷۹ تنه کېږي، په جبري ډول افغانستان ته ستنې کړې دي.

د دغه کمېسیون دارالانشاء د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې، د تورخم له لارې ۴۰۶ کورنۍ (۲۲۵۶ تنه)، د سپین‌بولدک له لارې ۳۹ کورنۍ (۲۰۹ تنه)، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۰ کورنۍ (۷۳ تنه) او ۴۰۴ نور مسافر، او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۲ کورنۍ (۴۱ تنه) هېواد ته را اړول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په همدې ورځ ۷۵۷ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي او له ۷۰۳ کورنیو سره بېلابېلې مرستې ترسره شوي دي. د معلوماتو له مخې، ۱۲۶ کورنیو ته، چې ۶۳۲ غړي لري، د کابل څخه خپلو ولایتونو ته د تګ لپاره څه باندې ۵۳۵ زره افغانۍ د ترانسپورټ کرایه ورکړل شوې ده.

طالبانو ویلي، یو شمېر راستنېدونکو کورنیو ته د روغتیايي خدماتو، پخې ډوډۍ، نغدي مرستو او سیمکارتونو اسانتیاوې هم برابرې شوي دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، د دوی له بیا واکمنېدو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو په ښارګوټو کې له ۵۰ زرو څخه زیاتو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوي دي. خو د چارو شنونکي وايي، د میلیونونو راستنېدونکو کډوالو د شمېر په پرتله دغه اقدام بسنه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې او ګڼ شمېر افغانان په دغو هېوادونو کې د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي. دوی له نړیوالو بنسټونو غواړي چې پر کوربه هېوادونو فشار زیات کړي، څو له کډوالو سره د نړیوالو اصولو او قوانینو له مخې چلند وشي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.