د افغانستان د والیبال فدراسیون مسوولانو تایید کړې چې د هېواد ملي لوبډله د پاکستان د ویزو د نه ترلاسه کېدو له امله د مرکزي اسیا زون په سیالیو کې ګډون نه شي کولای.
د فدراسیون په وینا، په کابل کې یې څو ځله د پاکستان سفارت ته د ملي لوبغاړو د ویزو غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
ټاکل شوې ده چې د مرکزي اسیا زون د والیبال دغه سیالۍ د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د شپږو هېوادونو په ګډون پیل شي، خو افغانستان به پکې د ویزو د ستونزې له امله ګډون ونه کړي.
لیکوال:سعید سمیر








