TOOSnews
اعلان
پاکستاني سرچینې: په کابل کې د حافظ ګل بهادر د مشرانو د احتمالي حضور انځورونه خپاره شوي.
نړۍټوس نیوز

پاکستاني سرچینې: په کابل کې د حافظ ګل بهادر د مشرانو د احتمالي حضور انځورونه خپاره شوي.

۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان امنیتي سرچینو د یکشنبې په ورځ ویلي چې دوی رسنیو ته داسې انځورونه سپارلي چې په کې، د دوی په وینا، د حافظ ګل بهادر ډلې یو شمېر لوړپوړي قوماندانان د کابل په پنځه ستوري انټرکانټیننټل هوټل کې لیدل کېږي.

د دغو سرچینو د ادعا له مخې، په لیدل کېدونکو کسانو کې صدر حیات چې په «ابوسفیان» مشهور دی او د دې ډلې لوړپوړی قوماندان چې د ابو سفیان د کاروان مشر بلل کېږي،قوماندان جلالي، د رهبر وزیرستاني قوماندان،قومامدان غازي او څو نورو کسان شامل دي.

په مقابل کې، د افغانستان انټرنشنل رسنۍ ویلي چې په خپلواکه توګه نه شي کولای په انځورونو کې د موجودو کسانو هویت یا د هغوی سیاسي او نظامي تړاو تایید کړي. همدارنګه د دغو انځورونو د اخیستلو دقیق وخت او ځای هم نه دی روښانه.

په خپرو شویو انځورونو کې شاوخوا لس تنه سړي د یوه پرانستې حوض ترڅنګ په دودیزو جامو کې لیدل کېږي. زیاترو یې کمیس پرتوګ او ځینو یې واسکټ،د غاړې شال او یا پکول خولۍ په سر کړې ده.

د سپوږمکۍ انځورونو پر بنسټ ترسره شوې څېړنې ښيي چې هغه حوض چې په انځورونو کې ښکاري، د خپل څوګوني ډیزاین له مخې د کابل د انټرکانټیننټل هوټل له حوض سره ورته والی لري. همدارنګه د حوض په دواړو غاړو کې د نارنجي رنګ دوو جوړښتونو شتون، د حوض لوېدیځ لور ته د اصلي ودانۍ موقعیت او شاوخوا شنه ساحه د دې ځای له موجودو انځورونو سره سمون لري.

د حافظ ګل بهادر ډله په پاکستان کې په قبایلي سیمو کې یو اسلامي وسله‌واله ډله ده چې په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد خپل فعالیتونه او بریدونه زیات کړي دي. ځینې شنونکي دا ډله د پاکستاني طالبانو غورځنګ یوه خپلواکه څانګه بولي.

په وروستیو کلونو کې د پاکستان حکومت څو ځله د افغانستان طالبان تورن کړي چې د پاکستاني طالبانو ډلو غړو او مشرانو ته یې خوندي پناه ورکړې ده. د افغانستان طالبانو دغه ادعاوې تل رد کړي دي.

د امریکا متحده ایالات، بریټانیا، کاناډا، اروپایي ټولنه، پاکستان او ځینې نورو هېوادونو پاکستاني طالبان په ترهګریزو ډلو کې شامل کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې د راپورونو له مخې، په افغانستان کې تر شلو زیاتې وسله‌والې ډلې او شبکې فعالې دي یا یې شتون راپور شوی دی. دغه راپورونه د داعش خراسان، القاعده، تحریک طالبان پاکستان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، جماعت انصارالله او څو نورو کوچنیو ډلو د شتون یادونه کوي.

د کابل انټرکانټیننټل هوټل چې په ۱۹۶۹ میلادي کال کې جوړ شوی، د افغانستان له تاریخي او پېژندل شویو هوټلونو څخه شمېرل کېږي او په تېرو وختونو کې د دیپلوماټانو، خبریالانو او بهرنیو هیئتونو د اوسېدو ځای و. دا هوټل له ۱۹۸۰مې لسیزې وروسته نور د انټرکانټیننټل نړیوالې شبکې برخه نه ده او اوس مهال د افغان خصوصي مالکانو له خوا اداره کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.