زابل کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، چې د کابل–کندهار پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي بس او ټېلر د ټکر له امله لږ تر لږه ۷ کسان ټپیان شوي دي.
د زابل ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیحالله جوهر، باختر خبري اژانس ته ویلي، چې دا پېښه د دوشنبې په شپه، د وږي په ۲مه، د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د «جلدک» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې د «۵۸۰» ډوله مسافر وړونکي بس له یوه ټېلر سره ټکر کړی دی. د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
جوهر زیاته کړې، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۷ کسان ټپیان شوي، چې د دوو تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د نورو ټپیانو د هویت او روغتیايي وضعیت په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
تر اوسه د دې پېښې کره لامل نه دی څرګند شوی. خو په ورته ترافیکي پېښو کې د موټر چلولو د قوانینو نه مراعتول او له ټاکلې اندازې زیات سرعت د سړکونو د ترافیکي پېښو له عمده لاملونو څخه بلل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








