د ازبکستان د ملي امنیت ادارې د نږدې ۵۰ کیلوګرامه نشهيي توکو د کشف او نیولو خبر ورکړی، چې د یادې ادارې په وینا، له افغانستان څخه دغه هېواد ته لېږدول شوي وو.
د ازبکستان امنیتي چارواکو ویلي، دغه نشهيي توکي د حیرتان په سرحدي بندر کې د یوه باروړونکي موټر د تلاشي پر مهال کشف شوي دي. د دوی په وینا، نشهيي توکي په ۹۸ بستو کې ځای پر ځای شوي وو او د موټر په بېلابېلو برخو کې په ماهرانه ډول پټ شوي وو.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې قاچاقي جوپه کې چرس او تریاک شامل وو. د نشهيي توکو بستې په پلاستیکي پوښ او المونیمي ورقو کې تاو شوې او په چسپ کلکې تړل شوې وې.
ازبکستاني چارواکو د دې پېښې په تړاو جنایي دوسیه پرانیستې ده. د دغه هېواد امنیتي او څېړنیزې ادارې هڅه کوي چې د دې جوپې اصلي تنظیموونکي او په قاچاق کې نور ښکېل کسان وپېژني او ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ازبکستان ګمرک د څه باندې ۵۲ کیلوګرامه نشهيي توکو د کشف او نیولو خبر ورکړی و. دغه جوپه هم د سره سمندر په سیمه کې د یوه باروړونکي موټر د تلاشي پر مهال کشف شوې وه.
لیکواله:رویا ستانکزي








